دا ويب پاڼه د ادبي ،اقتصادی، ټولنيزو او ساينسي مضامينولپاره تنظيم شويده
په هند کی هغو خلکو چی ٢٥ کاله مخکي د بوپال د یونین کاربایډ د کیمیایي سري د جوړولو په فابریکه کی د گاز د خپریدو د پېښي نه چی په نړۍ کی په صنعتي چارو کی تر ټولو سخته پېښه وه، ژوندي پاته شوي دي، ددې ورځي کالیزه یاده کړه.
د هغوی سره نور فعالین هم ملگري سول او ددغي پخوانۍ فابریکې چی اوس تړل شوې ، د ځای په خوا روان سول.
د ١٩٨۴ کال د ډیسیمبر په دریمه په نیمه شپه کی په دغه فابریکه کی د میتایل د گاز سپینه وریځ خپره سوه او په څو ورځو کی یې تقریبا اته رزه کسه ووژل....

 

دساینسی علومو په اړه که کوم معلومات غواړی  نو دکټواز ویبلاک وګوری

+ نوشته شده در  سه شنبه سوم آبان 1390ساعت 10:32  توسط غلام رسول کټوازی سلیمانخیل | 

وړانـگــي Radiation

           په فزيک کې وړانگى هغه کړنلارى ته ويل کېږى چې ديوى سرچېنى انرژى دڅپواويابڅرکو په بڼه خپريږي


ادامه مطلب
+ نوشته شده در  سه شنبه سوم آبان 1390ساعت 10:28  توسط غلام رسول کټوازی سلیمانخیل | 

داتوم تاريخ Atom history

دکټوازی ویبلاک تاسو دکیمیاپه هر مشکل کی دحل لاره وبولۍ

         http://www.katawaz.blogfa.com

پوهيږو چه دکيميا په هکله نظر يات ديوناني فيلسوفانو لخوا منځته راغلي دي ځينو عقيده درلوده چه دټولو شيانو موجوديت د او بوځخه دى يو بل شميرفيلسو فانو به وي  چه دکايناتو اساسى ماده هواده اوځېنى نوروداسى عقيده درلوده چى دهرشىاساس اورده اوځينى نوروبه ويل چىدټولوشيانواساس خاوره ده هغه وچه 600_300ق م پيړى کي يويوناني فيلسوف چه Empedocles امپيدوکولوس دپخوانيو فيلسوفانوافکار ،نظريات ،تغيرات ديوي بلى اساسي مادې په يو ځاي کولو سره چه د(خاور)ځخه عبارت ده يو ځاى کړه او ځلور واړه مادې هوا ،اوبه ،اور، خاوره داساسي عناصرو په ډول قبول  کړل .ديونان پخوانيوفيلسوفانو دغه دوه نظرياتو ته ډير اهميت ورکاوه .

الف:  دځمکې پرمخ ټول موجودات دڅلورو مادو څخه جوړشويدي اوبه ،هوا، اور ،خاوره

چه نسبتونه يئ مختلف دي .

ب: دادوره چه دمادې په نظرياتو وﻻړه ده او مختلفې برخې دمادي فلسفي اوطبيعت  په برخه کښي ځيړنى او تحقيقات کول  د600_ 300 ق،م وروسته لدې څخه يو بل فيلسوف Leucippus  ليسپوس دمادې دجوړښت په باره کې نوې فکر رامنځه کړ اوده ويل چه دطبيعت ټول اجسام له وړو ذرو څخه جوړ شويدي ديمو کراتس پدي وړو ذرو داتوم نوم کيښود او د اتوم دجوړښت نظريي ته يي پراخوالې ورکړ.

        افلاطون  :  داتوم په هکله په متفاوت شکل عقيده درلوده چه ديواتوم مختلف اتومونه کولائ شي چه د ترکيب په وخت کې يو بل عنصر په وجودراوړي ارسطو ويل چه اتوم قابل د تجزيئ اوتقسيم وړدې.

       ارسطو  دمادې شکل ،رنګ، او سختي اوديوې مادې څخه دبله ماده جوړيدل، په  طبيعت  کې دجانداره او بې جانه اشياوو په رشد  او تکامل  عقيده درلوده چه معدنونه کولائ شي .

 

        رشد وکړي او پس داستخراج څخه دوباره معدني موادپه وجودراوړي ارسطو عقيده درلوده چه اتوم د تجزئي اوتقسيم وړندې همدارنګه داتوم دتاريخ په باره کې چه کومو عالمانو نظرئي ورکړيدې پلاندې ډول دي.

( 1)  ديموکراتس  : دلومړي ځل لپاره داتوم په باره کې نظريه ورکړ يده ده ويل ټول کائنات دځلورواتومونو څخه جوړشويدي اوبه،هوا،اور، کاڼي .

( 2)  کاناډا : يو بل عالم  ددې خلاف وائي کائنات دګرد اودوړو څخه چه دنور دتيريد و په وخت کښې دالله جلاجلاه په حکم په جوړه ايز ډول ارتباط لري .

( 3)  ارسطو  : ويل يوجسم دلايتناهي پورې دتجزيي وړدې او دهغې کوچني ذرې ته اتوم وايي.

( 4)  جاندالتون  :   دالومړى سړې وؤ چې کيمياوي تعامل ئي پلاس راوړ اودعنصراساس ئي کيښود عنصرداتومواتحاددى  نواتوم دعنصردخوځنده ذراتو يوميکرو پيچلي سيستم څخه عبارت دې چې له وړو ذراتولکه پروتون،نيوترون،الکترون ،پوزيترون پنوم له نورو         200ذراتوڅخه جوړشويدې. 

Atom      -A   دنفئ په معنې ده او Tomدتجزيې معنى ورکوي نو داتوم معنې ده نه تجزيه کيدونکې .

        جاندالتن دعنصرلپاره ځلورشيان تشريح کړه .

                               أ‌-        په عين کيمياوي تعامل کې برخه اخلي.

                               ب‌-        ديو عنصراتومونه عينې کتلې لري.

                               ت‌-       دتجزېې وړندى.

                               ث‌-        عنصردلايتناهي ذرونه جوړ شويدې .

 

  پال ،  پال داسې ويل چه اتومونه پلاندې ذروباندې  تقسيم شويدي .

                         ,  , m  ,   n ­  ,­ p   , e   =     اتوم

     خواوس په  200نورو ذروباندې دتجزيئ وړدى دمادې داتومي جوړښت مفهوم دبياراژوندي کيدوکى لاندې پوهانونظريي ورکړ يدې.

(1 )  رابرت بايل انګليسي پوه  ١٦٩١ _١٦٢٧  پورې .

( 2)   لوموسوف ١٧٦٥ _١٧١١  پورې .

( 3)   دالتن انګليسي پوه ١٨٤٤ _  ١٧٦٦  پورې .

( 4)   لا وازيه فرانسوي پوه   ١٧٩٤  _ ١٧٧٣   پورې .

             ددالتن اتومي نظريه داسى وه .

 1  -  موادداتوم په نوم له کوچنيو اوغير قابل تقسيم ذروڅخه جوړشويدې .

- 2    ديو ټاکلي عنصرټول  اتومونه يوشان خواص ،وزن ،کتله، شکل ، ،جسامت لري.

-3   کيمياوي مرکبونه داتومو دداسې ترکيب په نتيجه کښي منځ ته راځي چه دکوچنيو او بشپړنسبتونوپه توګه صورت نيسې  خو په اوسني عصر کې دانظريه غلطه ده علت دادى چي  دايزوتوپ اتوم دتجزئي وړدى .

داتوم دجوړښت مفهوم په 19پيړئ کى .

     داتوم دجوړښت مفهوم دلومړي ځل لپاره يوهندي فيلسوف چه کانياده نوميده په  500 ق م کښې منځ ته راوړ.  ترتیب کوونکی ستاسو دوست غلام رسول کټوازی

                                                     

+ نوشته شده در  دوشنبه نوزدهم اردیبهشت 1390ساعت 7:13  توسط غلام رسول کټوازی سلیمانخیل | 
د اتوم جوړښتAtom stricture    

تاسو کولاای شی چی له همدی سایت څخه نور دکیمیا په هکله معلومات تر لاسه کړی

http://www.katawaz.blogfa.com


        له حضرت مسيح ع څخه  200 کاله مخکې يوناني فيلسو فانو لکه ديموکريت او نور په دغه نظريه ووچې ټول شيان دډيروکوچنيواوکلکوذروڅخه چي دويشلووړنه دي منځته راغلي دي هغوې داکوچنى ذرې داتوم په نوم يادىکړې په همدې ډول اتوم Atom   لغت ئي ددوه يوناني کلموڅخه چې A تورى دنفئ علا مه ده اوtom   چې د ويش  معني لري اخيستل شويده چي  پوره معنى يي (ويش نه منونکې )ده داتوم په هکله دغه نظريه يوازى ددوي د خيالا تو نه اخيستل شوى ده اګر چې دى نظريي علمي اساس نه درلود خوبياهم دعلم پرمختګ کې ېې ډير زياته مرسته وکړه ډيروخت  وروسته په  19 پيړئ کې دتجروبوپواسطه داتوم دجوړښت پيچلتيا اثبات شوه پدې هکله دتامسن مودل، درادرفوردتجربى ،اودبوراتومي مودل ديادولووړدي چې هريوې داتوم دجوړښت په وده کى زياته مرسته کوي همدارنګه د پخوانيو يوناني اورومي فيلسوفانو اتومي فرضيات اونظريات مو وکتل او وپوهيدو چى دې پخوانيو نظرياتو ماده غيرمسلسله بلله اوعقيده يي لرله چى اتوم يونه ماتيدونکې اوجامدجسم دې همدارنګه د شلمى پيړى په سر کې هم اتوم په بعضى کتابونوکى داسى تعريف شويدى (چه اتوم دمادى يو خالي ساختماني واحددى )  اما دعلوموپرمختګ اوپراختيا خصوصا دکيميا د مقد اري قوانينوځرګنديږي دګازاتومطالعه او دالکتروليزدحوادثوکتنه ،ثابتوي چې اتوم يوعيني  وجوديعنې [اتوم دمادې دجوړښت اساسي اوعيني واحدياخښته بلل کيږي ] اوهمدارنګه تجربى ثابتوي چي اتوم جامد جسم ندى بلکه يومغلق جسم دى جي مغلقې اجزاوې لري همدارنګه پخوانيويوناني اورومي فيلسوفانو ويل چې اتوم يو نه ماتيدونکې اوجامدجسم دى خود نولسم قرن په او اخرو وختو کى اتومي نظريه بدله شوه اوعلما وويل چې ټول موادد ا توموڅخه جوړشويدي علما په هغه وخت کې داتوم دجوړښت په اړه کوم معلومات نه درلودل.
   خو دالکترون کشف لمړى پديده وه چى داتوم دساختمان په باره کې يونوې موقيعت منځته راوړ لمړې عالم چى داتوم دجوړښت په باره کې فکر وکړاويوماډل يي جوړکړ[ تامسن Tasman ] نوميده بالاخره همدغه موډل دتامسن دموډل په نوم يادشو.
        تامسن اتوم دکرى په شکل فرض کړاووويل چې دغه کره دپروتونو اونيوترونونوڅخه جوړه شويده او دهغه په مختلفومداروکې الکترونونه دذراتو په شکل دحرکت په حال کې دي له همدى کبله داتوم چارج خنثى دى اوپدې موډل ډيرمطالعات وشول چى آيا دغه موډل درست دى او  کنه ؟
        دډيروخت وروسته علما پوه شول چى پدغه موډل باندې دالفا د ذروتجربه  د تطبيق وړنده کچيرته دغه موډل صحيح واى دالفا ذرات ديوجسم سره دتصادم په وخت کى بايد خپل مسير ته دوام ورکړائ واى او که انحراف ئ هم کړ ى واي بايد دغه انحراف په ډيرجوزئ زا ويو صورت نېولاي واى حال داچې دتجروبوپواسطه ثابته شوه چې دالفاذرات انحراف دتصادم څخه وروسته په ټولوزاويوصورت نيسې اوعلماپدى فکرکى شول چى دغه مودل کوم نقص لري بايدداسې موډل چې ټولى پديدي تشريح کړې جوړشي بالاخره انګليسي عالم رادرفورد په1911 کال کى داتومونولپاره لاندى ساختماني واحدپيشنهادکړ.
     الف.  هراتوم ددوه قسمتو نه جوړشويدى چى يوقسمت يې دهستې څخه عبارت دې چه داتوم په مرکزکې واقع دى اوتقريباداتوم زياته کتله تشکيلوي چه په هغه کى نيوترونn  اوپروتونp  موجوددي اود پروتون برقي چارج مثبت دى .
    ب.:   بله برخه يي عبارت دالکترونوڅخه ده چه په زيات سرعت      په معينواومنظموفاصلوکىدهستې په شاوخوا کې واقع دى دهستې په ګردچاپيره حرکت کوي  رادرفورد د اتوم جوړښت ته دشمسي نظام مشابهت ورکړ اوپدې عقيده ووچي
      ت.:  دالکترونونو حرکت دهستې په اطراف دشمسي نظام ددستګا سره مشابهت لري.
           


 دبور boor   تيوري:
           الکترون په خورازيات سرعت     متره  (                      ) دهستې په چاپيره دوراني حرکت اجراکوي اود احرکت ديو خط پرمخ چه الکتروني مدار بلل کيږي صورت نيسي .
الف.  داتوم جوړښت دنيلزNiles  دتيوري په  اساس هم شمسي نظام ته ورته دى .
ب . الکترون په هر اختياري مدار کى حرکت نشي کولا ى بلکى په هغه مدار کې حرکت کوي چه دمعينى شعاع اوانرژى لرونکى وي .
ج. الکترون پدي دوران ياحرکت کى انرژي نه ورکوي  په هغه وخت کى چې الکترون ديوې انرژيکي سوي څخه بلې انرژيکې سوئي ته ولاړشي دانرژى تبادله صورت نيسي که الکترون دهغى انرژيکي څخه چه هستې ته نژدي وي او هغه يوې داسې انرژيکې سوې ته چه دهستى څخه لري وي ولاړشي نوبايدانرژي واخلي اومعکوس که دهغه انرژيکي سوي څخه   چه هستى څخه لري وي هغه انرژيکې سوئي ته چه هستي ته نژدي وي ولاړشي طبعي اخستل شوې انرژي بيرته دلاسه ورکوي.
  دهنېز برګ تيوري :
          دهنېز برګ دنظري په اساس دالکترن دپاره معين او مشخص مدارونه نه تصور کيږي  .په 1924 کال کې Bedraggle   مطالعه کړه چه الکترونونه هم ذروي حرکت اوهم موجي خاصيت لري لکه پلاندې رابطه کې                                          
           دپلانک ثابت   m    الکترون کتله او   v    دالکترون سرعت او        دموج طول دى که چيرى دالکترون سرعت          v  =   o   صفر وي هماغه الکترون د لايتناهي طول موج لرونکى دى  نو په لنډډول داسى وايو چى 19  پيړئي راپديخوا داتوم جوړښت په هکله تحقيقات ډير زيات شوى دي ددي علمي تحقيقاتو په لړ کى داتوم دجوړښت درې بنسټيزي

 

     ذرې يعنې نيوترون ، الکترون ،پروتون ،کشف اودهغوې مهم مشخصات وپيژندل شول اوپه نتيحه کې دغه نظريه چي اتوم دتجزئي وړندى غلطه ثابته شوه پدې هکله بعضې علمي ځيړنې اودهغوې نتيجي بيانوو
داتوم فرعي ذرې
الکترون :
           الکترون داتوم دجوړښت داساسي برخو څخه شمير ل کيږي اوالکترون د   وړانګي په نامه هم ياديږي  دهيلمولتزلخوانه ( دفرادي  دقوانينو په اساس  )پيشګوې شوې وو اما په علمي توګه صرف 1995 کال په راديو اکتيف تشعشعاتو کې ليدل شويدې الکترونونه په کيميا کې خورالوي اومهم رول لوبوي  دکيمياوي پيښو توضيح اوتشريح دالکترون ددخالت په اساس دشلمې پېړى په لومړي ځلورمه کي شروع شوه j  j   tamson    جي ،جي تامسن، ليويز،کي اوپوزر کوفسکي په کيمياوي حوادثو کې دالکترون وجود تائيدکړى دى . دنيلزبوردتيوري په اساس الکترون په 1897  کال دتامسن لخوا کشف شو او تامسن داسې وائي .
الف. الکترون په خورا زيات سرعت (     )  سانتي متر في ثانيه د هستې په چاپيره دوراني حرکت اجراکوي .
ب. الکترون په هر اختيا ري مدارحرکت نشي کولاى بلکې په هغه مدار حرکت کولاي شي چي معينه شعاع ولري .
ج. الکترون پدې دورا ن کې انرژي دلاسه نه ورکوي په همدې اساس داتوم اساسي حالت  د دزمان په اوږدوکې تغير نکوي .
د. که څه هم الکترون يوه مادي نقطه ګڼل کيږي اماسره لدې هم ذروي اوهم موجي خاصيت له ځانه ښکاره کوي .
     

    الکترون داتوم ترټولوسپکه ابتدائ ذره ده چي منفي چارچ لرونکې ده اود
  1.1095 ګرامه سره مساوي ده چې دډير سپک عنصرهايدروجن دکتلې       سره مساوي ده الکترون د  په سمبول ښودل کيږي همدارنګه د الکترون دچارج مطلقه قيمت دپروتون سره مساوي دى دپروتو ن کتله د      67    1.ګرام سره مساوي ده چه دالکترون دکتله څخه 2000 ځلى لويه ده .
         همدارنګه  ژ،ژ، تامسن   1897 کال  کې او مليکان په   1909کې د الکترون دکتلې اوچارج (  m) (   )   په هکله يو لړ تجربى وکړى تامسن ونه شوکړاې چه دالکترون کتله او چارج جدا جدا پيداکړي خو هغوي ددغو مهمو کميتو نونسبت   پيداکړ. ده په خپلو تجروبو کې پر کتودي وړانګودبرقي اومقناطيسي ساحې دواړوتاثيرپه يو وخت کې مطالعه کړ(په ﻻندي  شکل کې ګورې کله چه خارجي برقي اومقناطيسي ساحې دکتودي وړانګو په لار کې نه وي  نو ددغه وړانګې په مستقيم خط ځي اود     pنقطه کې پر فلورسينسي پرده غورځي  کله چې يوازې برقي ساحه دهغې په لار کې پيداشي نو کتودي وړانګه  دp2   پرنقطه غورځي خوکله  چې دبرقي ساحى پر ځاې مقناطيسي ساحه کيښودل شي نوکتودي وړانګه بيادp3 پر نقطه فلورسينس منځته راځي اوس که دواړه ساحې يو ځا عمل وکړي اودواړه ساحوته داسې تغير ورکړل شي ترځو چې ددواړه ساحوتاثير بيلانس شي اوکتودي وړانګې بيا د P   پر نقطه وغورڅي له دغه شرايطو تامسن د              قيمت  
      1.75پيداکړ.  .

      بيا وروسته مليکان په  1909 کال دالکترون چارج دلاندى تجربى په جريان کې وپيژانده    په لاندى شکل کې دمليکان دتجربى ساده شکل ښودل شويدى

         داشکل يوه کوچنى کوټه ده چې پاس ئي (  +) الکترود اولاندى ئي ( - ) چارج الکترودنصب دى  دکوټه ګۍ په منځ کى يوه داسى تخته ايښودل شويده چى په منځ کې کوچنې سورى دې اوټوله

      کوټه ګۍ په دوه وړوکوتو ويشلى دتيلو قطرې په اتومايزر په ډيرو کوچنيوقطروتبديلي او هم چارجداره کيږي اوداکوچنى چارج لرونکى قطر ى دکوټى پورتنې برخې ته شيندل کيږي کيداې شي کومه ذره د تختې دسوري دلار ي دجاذبې دقوې ترتاثير لاندي دکوټې پرتل پريوزي دلته د قطرى حرکت دکوټې په ديوال کښې دايښودل شوې مايکرسکوپ په مرسته کتل کيږي لومړې دجاذبى دقوې تر تاثيرلاندي بيادغه قطري بيرته دپورته کيدو اوراغورځيدو سرعت دبرقي ساحې تر تاثير لاندې اندازه کيږي سرعت ددې قيميتونو دتيلودکثافت په کوټه کښىدهوا دکثافت اودبرقي ساحې د شدت په پيژندلوسره مليکان اوملګرو دتيلودقطرې چارج اندازه کړ اوبيا ئي وموندل چې دتيلو دقطرې چارج         1.6022    کولومبه ئي د الکترون چارج وباله نود        دنسبت څخه ئي دالکترون کتله داسې پيداکړه.                                                                                                                                                                                                                                                                      c         
                                                                                                                                                                                             
                                                                                                                                                                                                                                       
                                                                                                                                                      
                                                                                    
                                                                                             
                                     د پروتون کشف
          1986   کال کې ايوګني ګولډشتين پواسطه کشف شو دپروتون چارج د مطلقه قيمت له مخې دالکترون سره مساوي دي خو دچارج علامه ئي سره فرق لري دپروتـــــــــون کتله د  1.76 ګرام سره مساوي ده چې د الکترون دکتلى څخه 1836.12     ځلې لو يه ده دپروتون د p په سمبول سره ښودل کيږي ګولدشتين پروتون په لاندې دس جارج تيوب کې کشف کړ  پدي تيوب کي ( _ ) الکترود ډير سوري  لري .که کتودي وړانګې (+) الکترود په لور ځي او  هلته د تيوب پر داخي ښيښه فلورسينس جوړوي ګولډشتين وليدل چې يو بل ډول وړانګې دکتودي وړانګو په مخالف حرکت کوي چې د (_)  الکترود  سوريو نه د تيريدو وروسته ددغه الکترودشاته دتيو ب د ننه پر ښيښه فلورسينس جوړوي دا چې دا وړانګه دسوريو څخه وځي نو ځکه  په اول کې دکانا ل دوړانګو پنامه ياديږي ځرنګه چې داوړانګې منفي الکترود ته ځي  نوګولډشتين وويل چې داکانالي وړانګې مثبت (+) چارج لري .
 (ومثبتو
وړانګو
دليدځاې            
                           

 


                                                                                                     ( دپروتون شکل )
دنيوترون کشف
          په  1932 کال کى چادويک دهستوي عمليودځيړنوپروخت کې د بريـښناله مخې خنثى ذره کشف کړ ه او دنيوترون نوم ئي ورکړ کتله ېي تخمينادپروتون دکتلې سره مساوي ده کله چې چادويک د بريليم عنصر د    وړانګو پواسطه بمبارد کړه هغه وپوهيده چې بيا دبريليم څخه يو شميرنورې وړانګي وزي چې دنفوذقابليت ئي ډير چټک دې هغه پردې وړانګو پارافين  بمباردکړل نو ورته معلومه شوه چه د پارافين څخه په ډير جګ سرعت پروتونونه الوزي  لکه په لاندې شکل کې .
 
 

 

 

 

                                                             
  
          په اوسني  وخت کې  دنيوترون  ،الکترون   ، پروتون ، برسيره دوه سوه څخه زياتې نوې    ذرې کشف شويدي  چې دغلام رسول کټوازی له ویبلاک څخه به نور معلومات هم ترلاسه کړی لکه                                   
www.katawaz.blogfa.com      

 

                                                
دا توم هستوي ذرات
            داتوم هستوي ذرات په  شپږو ګروپونوباندې ويشل شويدې .
 لومړې ګروپ  :  دفوتون په نوم ياديږي  دفوتون سمبول   دې ګاماهغه ذرات دي چي د 
فوتون په ګروپ پورې اړه لري او په دوه ډوله دي
( 1)   positron      پوزيترون    چې سمبول ئي       دې
2) )   Negatron      نيګاترون  چې سمبول  ئي            دې
         فوتون دنور خورا کوچنې   ذرې ته ويل کيږي
دوهم ګروپ :
داذرات دليپتون      leptonپه نوم ياديږي  هغه ذرات چې د ليپتون   پنامه ياديږي دليپتون په ګروپ پورې اړه لري  چې پلاندې ډول ويشل شويدي
) (1    انتي پوزيترون    Anti positron چه سمبول ئي   دې.
(2)     انتي الکترون     Anti electron   چه  سمبول ئي        دې .
 دريم ګروپ :                            
      دهستوي ذراتو دريم ګروپ دباريون baryon    پنوم يا ديږي  دباريون سمبول دهغه ذراتو پورې  اړه لري پدې ګروپ کښې لاندې ذرات شامل دى
( 1)   پروتون proton      چه سمبول ئي             دى .   
(2)   نيوترون Neutron    چه سمبول ئي   دې   (3) (      ) Antiproton)         (4 )
(   )  Antineutron   ذرات شامل دي پدې ګروپ  کې نوموړې ذرات ددرندوالي له کبله مطالعه کيږي .  ذکر شوې ځلوروواړه ذرات يو دبل سره تعامل کولائي شي او په نتيحه کښې ځينې نور ذرات منځ ته راوړي چه اساسي ذرات نه دي

ترتیب کوونکی غلام رسول کټوازی

+ نوشته شده در  دوشنبه نوزدهم اردیبهشت 1390ساعت 7:2  توسط غلام رسول کټوازی سلیمانخیل | 

كيمياوي او بيولوژيكي وسلې د بشر په تاريخ كي ډېر ځلي استعمال سوي او تردې مهاله لا په نړيواله سطحه له مهمو اجنډاوو څخه ګڼل كيږي د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو ددې بحث په لړ كي راځۍ لومړى دا ډول وسلې وپېژنو:

1: كيمياوي وسلې: CHEMICAL WEAPONS

دا ډول وسلې په حقيقت كي يو بشر وژلاي او يا هم په شديد ډول زخمي كولاي شي ددې ډول وسلو په جوړښت او تركيب كي له كيمياوي عناصرو كار اخيستل شويدي، كيمياوي وسلې په عمومي ډول ددوى د جوړښت له مخي له دوه ډوله موادو څخه جوړي شويدي.

1: هغه ډول مواد چي د بدن پر سطحه او پوست ژور تاثير لري.

2: هغه ډول مواد چي د بشر ټول عصبې سيسټم له منځه وړي.

1: په كيمياوي وسلو كي استعمال سوي هغه مواد چي د بدن پر پوست او سطحه منفي تاثير كوي په خپل تركيب كي لاندي كيمياوي عناصر او مركبات لري.

فوسبحين ګاز Phosgene Gas كلورين ګاز، هايدروجن سيانايد او Mustard gas.

د نوموړي غازاتو له جملې څخه Phosgene كلورين او هايدروجن سيانايد غازونه تر ډيره ځايه پر تنفسي سيسټم بده اغېزه لري.

Phosgene gas غاز او مواد ددې سبب ګرځي چي سږي له اوبو ډكيږي پداسي حال كي چي كلورين غاز ټولي هغې حجري چي د تنفسي سيستم په ناحيه كي وجود لري لـه منځه وړي په همدې تركيب هايدروجن سيانايد د بدن اكسيجن لوړوي.

او Mustardd gas غاز چي يو له ډيرو زهرناكو غازونو له جملې څخه دي د بدن پوست سوځي په ځانګړى ډول سترګي.

1: سږي او همدا ګاز د مړينى سبب ګرځي.

2: په كيمياوي وسلو كي كار سوي هغه مواد چي عصبي سيستم له منځه وړي.

ددې ډول موادو تركيب له Tabun,Soman, Sarin او VX څخه عبارت دى. په نوموړو عناصرو كي VX يو خطرناكه عنصر دي چي پر عصبي سيستم ډېره بده اغېزه لري او د بدن د بيلا بيلو برخو څخه و اعصابو ته د پېغام رسولو د ناممكن كېدو او له منځه وړلو سبب ګرځي.

د همدې موادو په لړ كي Herbicides هم راځى چي همدا مواد نباتات وژني. د لومړي ځل لپاره پورته كيمياوي مواد د ويتنام په جګړه كي له (1959، 1975) پوري د متحدو ايالاتو له خوا استعمال سوه، دوى غوښتل ترڅو د ويتنام هيواد په رح ځنګلونه او د نباتاتو پاڼي له منځه يوسي ترڅو په جګړه كي يې برى په برخه وي.

د كيمياوي وسلو لنډه تاريخچه:

كيمياوي وسلې د لومړى ځل لپاره د لمړي نړيوالي جګړې په بهير كي (1918، 1914) پوري په 1915 كال كي استعمال سوې. دا كيمياوي وسلې د جرمني ځواكونو لخوا چي د فرانسې سره په جګړه بوخت وو جرمني استعمال كړيدي. جرمني ځوركونو، كلورين غاز په داسي يوه مهال چي باذ د فرانسې په لور چليدۍ له خپلو زيرمه ځايونو خوشي كړ او باد دا ګاز د فرانسوى عسكرو او ځواكونو تر فرقو او پوستو پوري ورساو، چي په لړ كي يې په فرانسوي ځواكونو كي زياته مرګ ژوبله رامنځ ته كړه. او دا ځواكونه د يو څه مودې لپاره ژړي او شنې وريځي په خپل غېږ كي را ګير كړه.

د همدې لومړۍ نړيوالي جګړې پر مهال ډيرو نورو هيوادونو هم د Phosqene Gas كلورين او نور غازنه د كيمياوي وسلو په شكل استعمال كړي. چي پر سيمه يې فضاء ډېره چټله او الوده كړه.

په 1917 عيسوي كال كي جرمني هيواد نړى ته وويل چي په سراخه پيمانه د Mustard ګاز لري چي تر دې مهاله په جګړو كي نه دي كارول شوي، د Mustardgas چي د كيمياوي وسلو په تركيب كي يې زيات اهميت درلود د پدن د پولست، سترګو او متنفس سيستم له پاره ډېر زهرجن او ځپونكي ګڼل كيږي هماغه وو چي د لومړۍ نړيوالي جكړې په پايي كي څرګنده شوه چي ټولو مقتدرو ځوركونو او هيوادونو په پراخه كچه كيمياوي وسلې او كيمياوي غازات استعمال كړيدي.

تر لومړۍ نړيوالي جګړې وروسته په جګړه كي شاملو هيوادونو چي كيمياوي وسلو او غازاتو سخت ځپلي وه د يوه نړيوال پروتوكول او ددې ډول وسلو د مخنيوي لپاره خپلي هڅي پېل كړې. چي په ترڅ كي يې په 1925 عيسوي كال كي جينيوا پروتوكول لاسليك سوه. د سويس هيواد د جينوا په ښار كي دا پروتوكول د جګړو پر مهال د كيمياوي غازاتو او كيمياوي وسلو پر استعمال بنديز اعلان كړ كه څه هم چي ځواكمن هيوادونه ددې تړون ته ژمن پاته سوه او همدا يې ومانه خو بيا هم يو لوي ځواك د امريكا متحده ايالاتو دا تړون لاسليك نه كړ او تر 1975 عيسوي كال پوري ددې تړون نړي نه شو.

ځكه نو د جينوا دې تړون ډېره مثبته او اغيزمنه پايله ونه درلوده ځو په نړۍ كي د كيمياوي وسلې د استعمال مخه ونيسي. البته تر يو څه اندازې يي مثبت رول ولوباوه.

د زهرې او وژونكو وسلو استعمال د يوې لږي مودې لپاره په جګړو كي استعمال سوې خو په يو څو جګړو كي د جينوا تړون پوره اغيزه و درلوده د ساري په توګه ايټاليا په 1930 مو كلونو كي د ايتوپيا پر ضد جګړه كي د كيمياوي وسلو له استعماله ډډه وكړه. او هم مصر په 1960 مو كلونو كي د يمن پر ضد جګړه كي د كيمياوي وسلو له ډېر استعماله ډډه وكړه.

په جګړو كي زيدخله ځواكونو په نړيوالو ته ښوول چي د پورتني كنونسيون بشپړ رعايت كوي خو پردې تر شابه يې د خپلو ګڼو او لاسته راوړلو لپاره دا وسلې استعمالولې.

چي يو له دې ډول پيښو څخه دايرونه او عراق ته منځ اوږده او خونړۍ جګړه ده كه څه هم چي بغداد ددې ډول وسلو له استعماله انكار كاوه خو د ملګرو ملتونو وسله پلټونكو په تاريخي ډول وموندل چي عراق دولت پر ايراني سرتيرو دا وسلې او كيمياوي غازونه استعمال كړيدي. د نړيوالو كاركونو له خيړنو وروسته نړۍ ته څرګنده سوه چي لږ تر لږه 45000 تنه ايراني سرتيري ددې وسلو د استعمال له امله خپل ژوند له لاسه وركړى دي.

بغداد حكومت نه يوازي داچي په ايراني ځواكونو يې دا ډول وسلې او وژونكي غازونه استعمال كړ بلكې پر خپلو كردې هيوادوالو يې هم له دې ډول چلند څخه ډډه ونه كړه او داسي ښودل كيږي چي ښائي له 3000 او پنځو زرو تر منځ كردي هيوادوالو هم وژل سويدي. په 1995 كال كي د جاپان په يوه Subway باميرترو كي يوه جاپاني ام شينريكيو Shinrikyo د سارين په نامه كيمياوي مواد خوشي كړى وه چي 12 تنه يې وژمي او د ملكونو په شاوخوا كي په شديد ډول زخمي شويدي.

بېولوژيكي وسلې:

بيولوژيكي وسلې لكه څنګه چي يې له نامه څخه څرګنديږي پخپل تركيب د فايكرو ارګانيزمونه موجود دي. بيولوژيكي مواد كولاى شي چي نوري بكترماوي او ويروسونه توليد كړى او لاپراختيا ومومي او كولاي چي چاپيريال پر چټل او د ډول ډول ناروغيو سبب وګرځي د يادوني وړ ده چي د نوموړو وسلو د استعمال له كبله كيدلاي سي چي د ناروغ تر مخ همداسي تل ترتله پاته وي او ونه وژل شي. د بيولوژيكي وسلو يو ډول چي د عناصرو او موادو د كيميت له پلوه يې كيفيت لږ كښته دي د ژړى بتي Q-Fever او ټولايميا Tularemia د زنځونو سبب وګرځي. هغه باكستر يا چي د bubonic د مرض سبب او هغه وروس چي د smallpox يا چيچكانه مرض په وجود راوړي كيدلاي سي خلګ ووژني. د انتراكس باكستريا هم د خپل ځانګړي كيفيت له مخي بيولوژكي وسلو په استعمال كي ډېر اغېزمن دي دا پاكستريا هم د خپل نشر په وخت كولاي شي په سلګونو تنه ووژني.

د انتراكس باكستريا په ليست كي البته په محافظوي ډول ژوند كوي او له ځانه د sport په نامه يوه ماده خوشي كوي بشريا انسان د انتراكس له سپور سره په درو ډولو تاس نيسي چي بيا وروسته له دې ګاسونو ناروغي ورته پيښېږي دا ټاسونه په لاندي ډول نيول كيږي.

1: په بدن كي د يوه غوڅ ځاي او يا هم د پوست ټاس.

2: د انتهاب يا Inhalathon په طريقه

3: د Infected meat په واسطه .

د 2001 كال د سپتمبر د مېاشتي قربانيان چي ځيني يې د متحدو ايالاتو د كانكرس غړي هم وو. د انتراكس د باكستريا د تماس له امله وژل شويدي، چي دا انتراكس د پوډرو په شكل د ليكونو په پوښوښونو او يا هم په ليكونو پوري وهل شوي وو.

د انتراكس په ناروغي هغه اخته كسان چي Spores يا مي د خولې او يا هم د تفتشي سيستم له لاري وسږي ته ننوزي هلته هماغه چاپيريال ورته د ژوند كولو او فعاليت كولو لپاره ساعد دي ځكه نو ددې ډول باكستريا ننوتل و بدن ته د انسان يا بشر دځريني سبب ګرځي. په متحدو ايالاتو كي د 2001 كال ددې ډول تر وروستي عملونو وروسته چارواكو وويل چي هغه كسان چي د التهاب يا سږو له ناروغي څخه له امله يې ژوند له لاسه وركړيدي د انتراكس پوډر يې تنفس كړيدي.

تردې مهاله ساينس پوهان په دې نه پوهيږي چي په څومره شمېر Spore كولاي سي د يوه بشر د مرګ سبب وګرزي.

Botulinum toxin هم ډېر خطرناك ثابت سويدي. كه څه هم چي دوى د بيولوژيكي وسلو په كټګوري كي راځي. Toxin په خپله ژوندي ويروس نه دي بلكي د Clostridium Botilinum محصول دي.

Toxin په هر حالت كي كه له تنفسي سستم له لاري د بدن ته داخل شي يا هم د بدن له پوست سره ګاس ونيسي ډېر ضرر لرونكي وي د يادوني وړ ده چي toxin د خوړو او يا هم د څښاك له لاري بدن ته ننوزي.

يو ګېلن Botulinum toxin كولاي سي د يوه كوچني ښار د اوپو سيستم زهري كړي چي د مرګ سبب ګرځي، خو د اوپو د تصفيحوي سيستم په اساس كولاي سي چي toxin خنثي او وكړي يې له خظره وژغورل سي.

د بيولوژيكي وسلو د استعمال لنډه تاريخچه:

په نړۍ كي د بيولوژيكي وسلو استعمال د كيمياوي وسلو استعمال او نسبت څو ځله لږ دي.

د لومړي ځل لپاره په 14 مه پيړۍ كي د روسېې په كرايميا Crimea كي د دښمن پر كمپنيو باندي د جسدونو پاته شوني او مبتلا كيدونكي ساري كلسيم استعمال شوه.

په مستعمره سوي متحده ايالاتو كي د هغه مهال برتانوي دولت يو په دې هيله چي امريكايان په مساري ناروغيو مبتلا كړي نو يې د برتانيې د چيچكانو Small pox او غتون شړۍ، كپلي او بترې و متحدو ايالاتو ته راوړي.

او همدا ډول وسني پيړى په ترڅ كي د 1930/1940 كلونو كي د جاپان او چين هيوادونو تر منځ جګړه كي هم جاپان لومړنۍ سولوژيكي حمله تر سره كړېده دوي دا حملې په دې ډول تر سره كړې چي د الوتكو څخه يې په چينائي ښارونو او ښار ته بوټو باندي و ايروسونه او باكټريا وې خوشي كړې او په همدې ډول كيې جينايي سرتيرې وځپل.

خو تر 2001 لومړى ميلادي كال پوري د نړۍ پر تاريخ كي يوازنۍ تر داسي بيولوژيكي مردربستي درښي 1984 كال كي په متحدو ايالاتو كي وسوې.

د متحدو ايالاتو كي Dregon كي د راجنيش Rajneesh كوند يا ډلې غړو په ډيرو استورانتو كي سالمونيلا باكستريا Salmonella bacteria پر ځاى كړي وي چي په مختلفو پيښو كي يې لږ تر لږه 750 تنه ناروغ كړي وه خو يوه تن هم او پكښي ژوند له لاسه نه ده وركړې.

د استعمال سيسټم: Delivery System

د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو استعمال هله زيات اغيز من او موثر وي جي مواد Agent په هوا يا فضاء كي نشر او خوشي سي دا مواد چي په كيمياوي وسلو كي غازات او په بئولوژيكي كي وسلو كي باكتريا وي يا ژوندي واروسونه دي كيدلاي سي په نمونو يا ځانګړو ډبو كي ځاى پرځاى سي او كه دې وروسته په فضاء كي له چاودني او يا هم خوشي كېدو وروسته د دښمن پر موچلو استعمال سي.

په 1980 م كال كي د امريكا متحدو ايالاتو ددې دوګونه كيمياوي وسلو Binary chemical weapon پر ترتيكو لو لاس پوري كړي وو. دې دو ګونو كيمياوي وسلو په خپل تركيب كي دوه ارتباطي او بې ضرره كيمياوي موادې درلودې چي تر كوغولو وروسته دا دوه كيمياوي مادې تركيب كاوه او يو قوي جوړښت يا تركيب يې ځان ته غوره كاوه.

خو په ځينو تروريښتي پيښو كي كيمياوي وسلې منجري سوي نه دي لكه چي د Aum Shinrittyo غړو د جاپان هيواد د ټكيو ښار په يوه Subway كي يوه تروريستي حمله سرته رسولې وه. هغو شيني كيمياوي مواد او غازات په يوه پلاستيكي كانسيتيز كي ځاي پر ځاي كيړي او د يوې چترۍ په ذريع يې د پلاستيكي كانتيز غوځ او دا مواد خوشي كړه چي په نتيجه كي يې په زرګونو خلګ اغيزمن سوه.

مياكرو ارګانيزمونه يا واديروسونه چي په بيولوژيكي وسلو كي ترې كار اخستل سويدي په عمومي ډول كيمياوي موادو ته لست او حشرر له منځه وړونكي دي.

له كيمياوي او بيولوژيكي وسلو ته ځان ساتنه:

په عمومي ډول له پورته ډول وسلو نه د ځان ساتل لږ ستونزمن كار دي. خو په مختلفو لارو او طريقو كيدلاي سي بشر له دې ډول وسلو نه ځان وساتي. داچي كيمياوي او بيولوژيكي وسلې خپل ځانكړي رنګ او خوند نه لري ځكه يې نو د حملې پر وخت قربانيان نه په پوهيږي.

كه چيري د كيمياوي مارو كشفونكي اّلې په استعمال كيدونكي سيمه كي ځاي پر ځاي سوي وي. كولاي سي دا نركنال يا انګيرزه خپره كړي چي په دې سيمه كي البته ددې ډول وسلو د استعمال په سيمه كي كيمياوي وسلې استعمال شويدي.

سرتيري او ځواكونه ډېر ځلي د هغه جګړو په مهال چي پكښي ددې ډول د وسلو شونتېا ليدل كيږي خپل ځانګړى لباس اغوندي چي له دې لباس نه هيڅ يوه كيمياوي ماده بيلوژيكي وايروسونه او مايكرو ارګانيزمونه د بدن هيڅ برخي سره تماس نه سي نيولاي.

يو له دې ډول سيسټمونو څخه چي د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو له زيان مخه نسي هغه د ګازو ماسكونه دي. د ګازو ماسكونه بدن او سږو ته د مايكرو ارګانيزمونو او ځينو نورو مديروسونو لكه انتراكس توكزين او داسي نورو مخه نيسي.

هغه ډول واكسين سونه چي د بيولوژيكي وايروسونو د مخنيوي او ځني كولو لپاره وركول كيږي هم د تير مثبت زول دركول ي سي.

د كيمياوي او بيلوژيكي وسلو د مخنيوي په اړه نړيوال تړونونه :

د زياتو نړيوالو تړونونو او كنوانسينونو د لاسليك كېدو وروسته هغوي مختلفي نتيجې درلودلي دي.

د هالنډ هيواد د هاك په ښار كي د 1899 او 1907 مو كولونو كنفرانسونه په نوي عصر كي د كيمياوي بيولوژيكي او هستوي وسلو د مخنيوي او كنترول لپاره لومړني كنفرانسونه وو ددې كنفرانسونو اصلي هدف دا وو ترڅو په نړي كي د ذبر ځواكونو هغه زيرمي چي دا ډول يې درلودي كنترول او له منځ يوسي.

د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو د مخنوي او له منځه وړلو لپاره ددې نړيوال توافقونه سرته رسيدلي دي.

د سوس هيواد د جينوا ښار د 1925 عيسوي كال تړون چي وروسته لوموړي د Geneva Protocol په نامه يادشو په هر ډول جګړو كي د كيمياو او زهري ګازونو او باكتريو لوژيكو وسلو له استعماله ډډه كوي.

دوهم تړون يا تورفق په 1972 كال كي سويدي چي د بيولوژيكي وسلو كنوانسيون Biological Weapons Conventin نوميږي نه يوازي داچي د كيماوي له د بيولوژيكي وسلو پر استعمال بنديز اعلانوي بلكي د هغو پر توليد پر مختېا او زيرمه كولو پاندي هم بنديز اعلانوي.

او هم دا ډول دريم كنوانسيون تر 1993 مه كال كي لاسليك سويدي چي د كيمياوي وسلو كنوانسيون كي يا Chimical weapons concventh يې بولي د بيولوژيكي وسلو د كنوانسيون په شان پر كيمياوي وسلو هم دا ډول بنديزونه اعلانوي.

په نړۍ كي د ټولو وسلو پر بند په لاسليك سوو تړونونو كي موږ او اغيزمن تړون چجي وروسته يې خپله ښه نتيجه وښورل د بيلوژيكي وسلو كنوانسيون دي چي د هري كټګوري وسلو د مخنيوي په اړه وو.

د بيولوژيكي دوسلو د مخنيوي د كنترول په اړه دا كنوانسيون له لاسليكېدو څخ درې كاله وروسته په 1969 كال كي وروسته له هغه چي خپلي د بيولوژيكي وسلو زيرمي Biological Arsenal يې له منځه يووړي خپور سو.

د همدې تړون پرمه پر هغه مهال كي لوي قدرتونه له دې جملي نه د امريكا متحد ايالات او دشوروي اتحاد سوسياستي جمهوريتونه هم پخپل منځ كي درز په وجود راوړ په داسي حال كي چي ډېر نور دولتونه له همدې كنوانسيون سره يوځاي او هغه يې لاسليك كړ. نو سره له دې بيا هم د هغه مهال شوروي اتحاد د بيولوژيكي وسلو د پرمختيا او توليد لپاره د پردې ترشا كار كاوه او د اجزه هله خپلي د سواني ته راووته چي د نړيوالو بل ماهرينو د انتراكس يوه مديره 10 پښه د شوروي اتحاد په Sverdlovsk ښار كي كشف كړه چي ددې پيښي په نتيجه كي 60 تنه ملكي او يو ناڅرګند شمېر يو ځپانو خپل ژوند له لاسه وركړي وو.

په 1991 م كال كي د خپله د جګړې پر مهال متحدو ايالاتو او له هغه سره ورسره د ئتلافينو هم ويره لرله چي بغداد به كيمياوي وسلي استعمال كړي خو داسي ونه شوه.

د كيمياوي وسلو كنواسيون چي په 1993 كال كي لاسليك سو د كيمياوي وسلو د بيلسكو يو سيستم هم جوړي هغه داسي چي په دې كنوانسيون كي شامل هيوادونه او د هغو نماينده ګان كولاس سي يو يې شكمني ساحيې ته د كيمياوي وسلو د ځاي او پلټني لپاره ولاړ شي.

د كيمياوي وسلو دا كنواسنيون 174 هيوادونو لاسليك كړنه ددې 174 هيوادونو استازو دا ژمنه هم وكړه چي په راتلونكي لسيزه كي به خپلي د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو زيمي ځني او له منځه وړي چي دا به دواړ و هيوادو لپاره ګرانه او سخته مرحله هم وي.

د متحدو ايالاتو د كيمياوي او بيولوژيكي وسلو زيرمي چي له منځه به ځي تقريباً د 10 بيليونو امريكائي ډالرو په شاو خوا كي وي.

همدا ډول كار توان وائي چي د ننۍ اوسي كيمياوي او بيولوژيكي زيرمي چي د هغه مهال د شوروي اتحاد له واكمنۍ څخه ورته پاتي دي د له منځه وړلو لپاره يې 5 بيليونو امريكائى ډالرو ته اړتيا سته.

داچي دا ډول وسلې به په كوم ډول او ميتود له منځه وړل كيږي مختلفي لاري وجود لري چي يوه له دې لاري څخه ددې وسلو ځني كول دي.

د كيمياوي وسلو خنثي كول هله تر سره كيدلاي سي چي نور ككيمياوي مراد او ګازونه پر استعمال سي.

د بيولوژيكي وسلو د له منځه وړلو لاري چاري نسپت د كيماوي وسلو ته ساده او اّسانه دي.

د بيولوژيكي وسلو په تركيپ كي مايكرو ارګانيزمونه يا وايوسونه كيدلاي سي د يوې ځانګړي تي.ي رڼا يا Ultraviolet light او يا هم د انتراكس باكتريا وژل په همدې نسبت اّسانه نه ده

ترتیب کوونکی  غلام رسول کټوازی

+ نوشته شده در  یکشنبه هجدهم اردیبهشت 1390ساعت 8:55  توسط غلام رسول کټوازی سلیمانخیل | 
 
صفحه نخست
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
دغلام رسول کټوازی ویبلاګ محترمو اودقدر وړلوستوونکو : سلامونه اونیکي هیلي می ومني .
په دی هیله چی تاسو به دالله (ج) په فضل سره روغ رامټ یاست .
نو که دي (غلام رسول (کټوازی)
ويـــــــــبلاګ په اړه نظـــــــــرونه انتقاد پیشنهاد لــــــــــــرې
مونږته يـــــــې په دي پـــــــته ،راولـــــــيږي
ghulamkatawazai@gmail.com
ghulam.rasool35@yahoo.com
اوتاسی قدرمنو لوستوونکوڅخه هیله کیږی چی دخپل ولایت ،منطقی ،کلی او دخپل قوم په باره کی که کوم تاریخی معلومات لری نوله موږ سره یی شریک کړی
ghulam.rasool35@yahoo.com
دغلام رسول کټوازي ویبلاګ ستاسو هر قسم مرستی ته اړتیا لري
اړیکه 0798170301

پیوندهای روزانه
نوی خبرونه او نوری لیکنی دلته وګوری
عجایب عکسونه
آرشیو پیوندهای روزانه
نوشته های پیشین
هفته چهارم آذر 1393
هفته دوم آذر 1393
هفته دوم فروردین 1392
هفته چهارم فروردین 1391
هفته دوم فروردین 1391
هفته دوم بهمن 1390
هفته چهارم آبان 1390
هفته اوّل آبان 1390
هفته سوم مهر 1390
هفته اوّل خرداد 1390
هفته چهارم اردیبهشت 1390
هفته سوم اردیبهشت 1390
هفته دوم اردیبهشت 1390
آرشیو موضوعی
خبرونه
دینى معلومات
لندى کیسى
پکتیکا پیږندنه
ادبی لیکنی
غزلي اوشعرونه
په زړه پوری معلومات
ساینسی موضوګاني
کمپیوټر پوهنه
ایا کمپیو ټرمو کومی ستونزی لری
طبی معلومات
دافغانستان طبعی منابع
زراعتی معلومات
دښکلی پکتیکا عکسونه
عجایب عکسونه
تازه ليكني او مونوگرافونه
پیوندها
رحیم رسولي ښکلی ویب پاڼه
بینوا
بي بي سي
محمدبصیر سلیمانخیل ویبلاک
ټول افغان
پښتو او پښتانه
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM